You are here

سفر څه شی دی؟

"سفر" د شاګرد جوړوني یو پړاو دی چې یو په یو سرته رسېږي او له نویو ایماندارانو سره مرسته کوي چې عیسی ته لاره پیدا کړي او د هغه په شان ژوند وکړي. د "سفر" کارول ډېر اسانه کار دی "سفر" تاسو ته د سپېڅلي کتاب د دېریشو ګامونو له لارې لارښوونه کوي. هر یو دا ګامونه داسې جوړ شوي چې له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو په خپلو اړیکو کې وده وکړئ، د خدای په کلام او دعا کې ډېر ژور مخ ته لاړ شئ او هغه څه چې مو زده کړې دې په عمل کې یې پلي کړئ.

Arrow

د کارولو طریقه

ډېره زدکړه وکړئ

Arrow

څنګه سفر پیل شو

"سفر "د ایراني کلیسا د چټکې ودې او د مخ په زیاتېدونکي اړتیا د نویو ایماندارانو د شاګرد جوړونې په خاطر منځ ته راغي.

"سفر "په هغه کلک باور سره چې مونږ ټولو ته بلنه راکړل شوې ده، ترڅو شاګرد اوسو او شاګرد وروزو، جوړ شو. په وحقیقت کې "سفر" د مسیحانو د لارې د نقشې په توګه مرسته کوي تر څو نوي ایمانداران د شاګرد په توګه وروزي. کله چې کلیساګانو د "سفر" په کارولو پیل وکړ، نو مونږ د نویو ایماندارانو د شمیر د زیاتوالي شاهدان وو چې په ایمان کې بالغ شول، د کلیسایي ژوند په ګډون سره، هغوی د لا ودې دپاره نورو ته په رسېدو کې خپله ونډه لوبولې ده.

"سفر" نه یوازې په ایراني کلیساګانو کې اغیزه کړې ده، بلکې په ټوله نړۍ کې ورڅخه کار اخیستل شوی دی او د کلیساګانو او د هغو د غړو سره یې مرسته کړې ده چې په اغېزمنه طریقه شاګرد جوړونه وکړي. مونږ په نورو ژبو د سفر ژباړې ته دوام ورکوو.

د سفر پیل